Banner

غزل/ بختيار ځدراڼ

07.10.2009 09:16

دشپې په راز ځـــــــــــان پوهاوی د سرخــــطر لري

زمــــــــــــونږ دچــــــــم هریوزلـمی دسرخــــطرلري

 

ډېر پـه غروریې راته وویـل چې مــــــات نـه کړې

زمــــادمړوندهریو بنـــــــــــــــــګړی دسرخطرلري

 

کورمـــــــوآبادخــــــوپام مـو وي دایوه خبره کوم

دلته په چـــــــــاباندې زړه سوی دسرخــــــطرلري

 

قیـــــامت خودی بس تر یوه اتـــــــــــوم خبره پاتې

ددې نړۍ هریـــــــــــــوسړی دسرخــــــــــــــــــطرلري

 

بختیـاره ډېرې داغیـــــــــارومیندې بورې کړلې

زمـــونږ دخــــــــاورې هر غمی دسرخـــــــــــطرلري

حیران صیب سلامونه مې اومنه له مطلعې نه علاوه دغزل په اول نیم بیتي کې یوسیلاب زیات دی هیله ده چې لوستونکي به مې دا خطا وبخښي
بختیارځدران 

درمان 08.10.2009 10:42

بختياره وروره سلام ښايسته غزل د ليکلی... پرون هم راته يو ملګري يادولې چې يو څوک د بختيار ځدران په نوم شاعر دی زما يې شعرونه ډير خوښيږي چې د هغې څه پته خو درته نه ده معلومه؟ نو ځدران صاحب تاسو مهرباني وکۍ ماسره کله په د ايميل تماس ونيسۍ <br />darman_af@yahoo.com

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.